شاته

افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ ناببره سفر

افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ ناببره سفر د ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو پام ځان ته اړولی دی.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، د ولسمشر ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ په دې سفر کې له ولسمشر سره ملګرې نه وه.

د دې لیکنې په دوام کې د سپینې ماڼۍ د ویندوی سټیفاني ګریشام خبره یاده شوې، چې په دې سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره ملګری و. هغه افغانستان ته په اشارې ویلي چې خطرناک ځای دی او ولسمشر غواړي د امریکايي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم، هغه خبریالان، چې له ولسمشر ټرمپ سره په دې سفر کې ملګري وو، افغانستان ته د ده تر رسېدو دوه ساعته وروسته خبر شول چې چېري تللي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، له خبریالانو څخه د سفر په مهال ټېلفونونه اخیستل شوي وو.

ډانلډ ټرمپ د بګرام په هوايي اډه کې اعلان وکړ چې د امریکا او طالبانو د سولې خبرې بیا پیل شوي دي.

ده دوه نیمې میاشتې پخوا له طالبانو سره د سولې خبرې وروسته له دې لغوه کړې چې په کابل کې لس افغان ملکیان، یو امریکايي او یو رومانیايي پوځي ووژل شول.

یو ایس ټوډې ورځپاڼې هم د ولسمشر ټرمپ د سفر په تړاو لیکلي چې د ولسمشر ایرفورس ون الوتکه د بګرام په هوايي اډه کې تر کښېناستو درې نیم ساعته وروسته بېرته د امریکا په لور والوته.

دا ورځپاڼه وايي، له ولسمشر سره په سفر کې ملګري خبریالان ۱۶ ساعته په دې خبر نه ول چې الوتکه کومې خوا ته روانه ده.

دي هیل ورځپاڼې بیا لیکلي چې ټرمپ په کمپ ډیویډ کې له طالبانو او د افغانستان د حکومت له چارواکو سره د خپلې پټې کتنې له لغوه کېدو وروسته دا خبرې رد کړې.

ورځپاڼه کاږي، افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې د ورځې سفر له ولسمشر کېدو وروسته جنګي سیمو ته د ده دوهم او افغانستان ته لومړی سفر و.

ورځپاڼه وايي، ټرمپ تېر کال د کرسمیس له مراسمو یوه ورځ وروسته عراق ته تللی و.

دي هیل ورځپاڼې په پای کې لیکلي، ټرمپ چې د انتخاباتي کمپاین د مهال سره خولۍ یې پر سر وه، د جمعې د ورځې سهار وختي په امریکا کې د پالم بیچ هوايي ډګر ته ورسېد.