شاته

د عبدالله عبدالله زرګونو پلویانو د "ټاکنیزو درغلیو" پرضد کابل کې لاریون وکړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې زرګونه پلویانو د هغه څه پروړاندې چې د "ټاکنو کمېسیون له خوا د قانون ماتول" بولي نن په کابل ښار کې لاریون وکړ.

لاریون نن سهار له د ښار په څو څنډو کې پیل شو او لاریون کوونکي په پای کې د پښتونستان څلورلاري کې راټول شول.

د ښاغلي عبدالله لومړي ټاکنیز مرستیال عنایت الله بابر فرهمند چې په لاریون کې یې ګډون درلود، وویل، د ټاکنو کمېسیون باید جعلي او تقلبي رأیې باطلې اعلان کړي.

ښاغلي فرهمند خبرداری ورکړ که دغه کمېسیون ۳۰۰ زره "تقلبي او ناپاکې رأیې له سیسټم نه ونه باسي" او رأیې له سره ونه شمېري، په ټول افغانستان کې به لاریونونه وشي.

د حزب وحدت مردم افغانستان رهبر محمد محقق چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ترڅنګ ولاړ دی، کړکیچ ته د افغانستان د تګ خبرداری ورکړ.

هغه وویل: "که چېرې د ټاکنو کمېسیون چې اوس یې خپلواکي له لاسه ورکړې، پاکې رأیې له ناپاکو بېلې نه کړي، موږ د ټاکنو پایلې نه منو او افغانستان به د بحران خواته ولاړ شي."

د کابل ګارنیزیون د لاریون لپاره د حضوري چمن ساحه په پام کې نیولې وه، خو لاریون کوونکي د پښتونستان څلور لاري پر لور لاړل، هغه ځای چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې دی.

د ثبات او همپالنې ټیم په پرېکړه لیک کې چې د لاریون په پای کې ولوستل شو، ویل شوي چې د "میزان په شپږمه د افغانستان خلک د مرګ خطر او قربانۍ په منلو سره د رأیو صندوقونو ته لاړل؛ خو ډیموکراسۍ ته خاینو څېرو، یو ځل بیا هڅه وکړه، رأیې تحریف کړي او د جعل او تزویر پر بنسټ حکومت رامنځته کړي."

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او د ځینو نورو سیاسي څېرو هم په دغه لاریون کې برخه درلوده.
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او د ځینو نورو سیاسي څېرو هم په دغه لاریون کې برخه درلوده.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې "د ټاکنو کمېسیون باید د ټاکنو قانون، طرزالعملونو او نافذو لوایحو ته راوګرځي او د یوه ټیم د غوښتنو پرځای، د افغانستان د ملت غږ واوري."

که څه هم په دغه پرېکړه لیک کې د ځانګړي ټاکنیز ټیم نوم نه دی اخیستل شوی، خو وړاندې ښاغلي عبدالله عبدالله د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم په درغلیو تورن کړی دی.

د ثبات او همپالنې ډلې ویلي چې دوی په پوره توان له پاکو رأیو دفاع کوي او د "تقلب ټیم، د ټاکنو کمېسیون او نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو د حق غوښتنې غږ له پامه ونه غورځوي."

دغه ټیم همداراز یو ځل بیا د ټاکنو پر کمېسیون غږ کړی چې "۳۰۰ زره غیربیومټریک او تقلبي رأیې له سیسټم څخه وباسي" که نه نو د سیاسي – انتخاباتي کړکېچ مسئولیت به د کمېسیون د کمېشنرانو پر غاړه وي.

د کابل ښار په څو سیمو خلک سړکونو ته راووتل او ځانونه د پښتونستان څلورلاري ته ورسول.
د کابل ښار په څو سیمو خلک سړکونو ته راووتل او ځانونه د پښتونستان څلورلاري ته ورسول.

په پرېکړه لیک کې خبرداری ورکړل شوی که د ټاکنو کمېسیون او اړوند بنسټونه د ثبات او همپالنې ټیم "مشروع او قانوني غوښتنو" ته مثبت ځواب ورنه کړي، نو د خلکو ارادي بریالي کولو لپاره به له ټولو مشروع او سوله ییزو لارو کار واخلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، د ۳۰۰ زره رأیو د باطلولو لپاره هیڅ قانوني دلیل نشته.

د دغه کمېسیون مرستیال عصمت الله مل ازادي راډیو ته وویل، دغه رأیې چې د ثبات او همپالنې ټیم یې باطلېدل غواړي، په شرایطو برابرې دي.

ښاغلي مل وویل: "موږ تراوسه دا نه دی پيدا کړی په دغه منځ کې یوه رایه تقلبي او یا د مقرراتو خلاف وي، څنګه چې موږ لسګونه زره رایې بې اعتباره کړې، همداشان یوه اعتبار لرونکې رایه نه شو باطلولای."

د ثبات او همپالنې ډله وايي چې ۳۰۰ زره رأیې په شرایطو برابرې نه دي او یا د ټاکنو په ورځ له ټاکلې وخته بهر کارول شوي دي.

دغې ډلې په اوو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونو دروازې تړلي او د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش مخه یې نیولې ده چې ورسره د لومړنیو پایلو اعلان هم ځنډېدلی دی.