شاته

د بخښني نړیوال سازمان: ایران کې ۱۰۶ معترضان وژل شوي

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په ایران کې په روانو مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۰۶ تنه وژل شوي.

وايي دا کسان د ایران په ۲۱ ښارونو کې وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران پوځ تورن کړی چې ولسي خلک وژني. دغه سازمان د سه شنبې په ورځ (نومبر۱۹) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د فعالانو او څارونکو معلومات، اخیستل شوي ویدیوګانې او عیني شاهدان د دې ښکارندوی دي چې د ایران پوځ په وحشتناک ډول خلک وژلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا هم ویلي وو چې په دغو مظاهرو کې څه باندې ۱۰۰ تنه ژوبل شوي دي او تر ۱۰۰۰ زیات نور د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

تر دې دمه ایراني چارواکو په مظاهرو کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي. دغلته په دې وروستیو کې د تیلو د بیو د لوړوالي پر ضد خلکو مظاهرې پیل کړي دي.