شاته

که سکس ونکړئ، په کومو ستونزو اخته کیږی؟

سکس یا جنسي اړیکې د انسانانو د گډ ژوند د عمده اړتیاو څخه ګڼل کیږي چې نشتوالی او کموالی یې د یو لړ روغتیایي او ټولنیزو ستونزو سبب کیدی شي.

امریکایي معتبرې ویب‌پاڼې WebMD د جنسي مقاربت یا سکس د نشتوالي او یا لږوالي اړوند یو لړ مشکلات په گوته کړي دي.

اندیښنه او اضطراب

کله چې یو انسان اندیښنه ولري، ښایي سکس وروستی څیز وي چې هغه پرې فکر کوي. داسې باور دی چې سکس د هغو هورمونونو د کموالي سبب کیږي چې بدن یې د تشویش او اضطراب پر وخت تولیدوي.

سکس انسان خوشحال او صحتمنده کوي؛ هغه عناصر چې د تشویش د له منځه تللو لپاره اړین پیژندل کیږي.

د زړه سلامتي

څیړونکي وایي هغوی چې د میاشتې یو ځل یا لږ جنسي مقاربت کوي، د هغو په پرتله چې په اونۍ کې دوه ځلې سکس کوي په قلبي امراضو زیات اخته کیږي. سکس انسان د فزیکي او روحي پلوه تقویه کوي، فزیکي فعالیت زیاتوي او د قلب عضلې قوي کوي. هغه زړه چې قوي عضلات ولري لږ په مشکلاتو اخته کیږي.

د حافظې کمزورتیا

په گډ ژوند کې منظمې جنسي اړیکې د حافظې د ښه والي سره اړیکه لري، په ځانگړې توگه د ٥٠ او ٨٩ کلونو ترمنځ. خو د حافظې د کمزورتیا سره د سکس د کموالي او جنسي مقاربت مستقیمه اړیکه نده څرگنده شوې.

د بدن دمعافیتي سیستم کمزورتیا

په اونۍ کې لږ تر لږه یو ځل سکس کولای شي د بدن معافیتي سیستم تقویه کړي. هغه کسان چې کم سکس کوي ښایي زیات په ناروغیو اخته شي. منظم سکس ښایي په بدن کې د ایمیونوگلوبولین A کچه زیاته کړي؛ هغه عناصر چې د مکروبونو سره جنگیږي او په مکروبي ناروغیو باندې د انسان د اخته کیدو مخنیوی کوي.

د پروستات سلامتي

ددې دلیل چې ولې کم سکس کول د نارینو د پروستات د غدې په سلامتۍ باندې اثر کوي په دقیقه توگه واضح نده، خو لږ تر لږه یوې څیړنې ښودلي چې هغوی چې په یوه میاشت کې د اوه ځلو نه لږ د سکس ارگاسم لري یا په بل عبارت ارضاع کیږي د هغو په پرتله چې په عین موده کې لږ تر لږه ٢١ ځلې ارضاع کیږي زیات د پروستات په سرطان اخته کیږي.

لږ خوب کول

له سکس پرته ښایي په بدن کې د پرولکتین او اوکسیتوسین هورمونونه کم شي. دغه دوه هورمونونه د ارام خوب سبب کیږي. د سکس پر وخت د ښځو په بدن کې د استروجن هورمونونه زیات تولیدیږي او د هغوی د ارام خوب سبب کیږي.

مزمن دردونه

سکس د مزمنو دردونو نه د تیښتې لپاره ښه عمل دی. ارگاسم یا ارضاع همداشان ددې سبب کیږي چې د انسان بدن اندورفین او نور هورمونونه تولید کړي چې د سر درد، د ملا او پښو د دردونو د کمیدو سبب کیږي. ارگاسم همداشان د مفصلونو دردونه او قاعدگي هم کموي.

د وینې فشار

منظم سکس کولای شي د وینې د فشار د لوړیدو مخنیوی وکړي. د نورو فزیکي فعالیتونو په څیر سکس کولای شي د وینې د فشار په عادي ساتلو کې مرسته وکړي.

البته دلته له سکس څخه نا مشروع اړیکې هدف نه دي. په اسلامي هېوادونو کې نامشروع اړیکې (زنا) بلل کیږي چې لویه سزا لري. په ډېرو نورو هېوادونو کې هم نامشروع اړیکې سزا او غیر قانوني بلل کیږي.