شاته

د سپینې ماڼۍ چارواکی وایي ټرمپ د اوکرین نه "ناسمه" غوښتنه کړې

د سپېنې ماڼۍ یو چارواکي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح په ترڅ کې په خپلې شاهدۍ کې ویلي دي چې ټرمپ د اوکرین د حکومت نه "ناسمه" غوښتنه کړي وه.

د امریکا یو پوځي چارواکي الیکسنډر ونډمین چې د سپینې ماڼۍ په امنیتي شورا کې د اوکرین د چارو کارپوه دی د ټرمپ د مواخذې د جریان په دریمه غونډه کې یې شاهدي ورکړه. هغه دغه مهال خپل پوځي یونیفارم اغوستی و.

د ونډمین برسیره یوې بلې شاهدې جینیفر ولیمز چې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس مرستیاله ده، د ولسمشر ټرمپ لخوا د اوکرین د حکومت نه د جو بایډن په اړه د تحقیقانو په غوښتنې اندیښنه څرگنده کړه.

د ولسمشر د عزل د تحقیقاتو اصلي لامل د جولای په ۲۵مه نېټه د ډانلډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ویلادمیر زېلنسکي ترمنځ ټېلفوني مکالمه وه

ولسمشر ټرمپ په دې ترڅ کې د ۲۰۲۰ کال د جمهوری ریاست د ټاکنو د دېموکرات کاندید، جوبایډن او د هغه د زوي هنټر بایډن په برخه لېک د زیان رسوونکیو تحقیقاتو غوښتنه کړي وه.