شاته

حکمتیار: د هرډول بحران مسئول به دولت او د ټاکنو کمېسیون وي

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند او د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وايي، د هرډول احتمالي بحران مسئولیت به د دولت او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر غاړه وي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له خوا د رأیو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر په بیا پیلیدو سره، د انتخاباتي ټیمونو، سیاسي ګوندونو او د افغانستان د سیاستوالو ناستې ډېرې شوې دي.

د دغو اعتراضي ناستو په لړ کې نن (عقرب ۲۸مه) ګلبدین حکمتیار وویل، د میزان شپږمې ولسمشریزې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او دی به تحمیل شوی ولسمشر ونه مني.

هغه ټینګار وکړ چې د هر ډول احتمالي بحران مسئولیت به د دولت او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پرغاړه وي.

نوموړي زیاته کړه: "د درغلیو تاییدول، د پایلو، د قلابي او له تذویره د ډکو نتایجو د اعلان عواقب به د تذویر د عاملینو پر غاړه وي؛ نه د هغو پرغاړه چې له مشروع حق څخه دفاع کوي."

ښاغلی حکمتیار دغه شان د درملوګ شرکت په ټاکنو کې درغلیو ته د زمینې پر برابرولو تورنوي او د محاکمې غوښتنه یې کوي.

ولسمشرۍ ته دغه کاندید په انتخاباتو کې په ټیټه کچه د خلکو د ګډون په اړه وايي، دغې مسئلې ته په کتو، راتلونکی ولسمشر به دده په خبره "کودتايي" وي.

ده ټینګار وکړ چې له خپل حق نه به په هره بیه چې وي، دفاع وکړي.

افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې.
افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي حکمتیار دغه اندیښنې مخکې له وخته ګڼي او وايي، کاندیدان باید منتظر اوسې چې د انتخاباتو کمیسیون خپل کارونه له قانون سره سم ترسره او د ولسمشریز ټاکنو نتایج اعلان کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي رادیو ته وویل: "ولسمشر نه پخپله د انتخاباتو د کمېسیون په کارونو مداخله کوي او نه بل چا ته اجازه ورکوي چې د کمېسیون په کارونو کې مداخله وکړي."

بلخوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، دوی د قانون له مخې خپل چارې مخته وړي او که کاندیدان کوم شکایت لري، کولی شي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته یې ورسوي .

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي رادیو ته وویل، "دانتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمن دی، کومه پرېکړه چې د ا فغانستان خلکو کړې، همغه اعلان کړي."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر له سره پیل کړ.

دغه کمېسیون ویلي چې دا بهیر به روانه اوونۍ بشپړ او راتلونکې اوونۍ به لومړنۍ پایلې هم اعلان کړي.