شاته

ترینکوټ څخه ټول زندانیان د ارزګان هوایي ډګر ته انتقال شوي

د ارزګان د مرکز ترینکوټ څخه ټول زندانیان د دغه ولایت هوایي ډګر ته انتقال شوي دي.

یو شمېر امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيوته وویل چې دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د مرکز ترینکوټ ښار په شاوخوا سېمو کې یو شمېرامنیتي پوستو سقوط وکړ او وسله‎وال ښار ته ننوتل.

د ارزګان د امنیت امرحاجي عبدالقوي هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې وسله‎وال ښار ته داخل شوي او افغان ځواکونه ورسره مقامت کوي.

نوموړي د تلفاتو په اړه جزئیات ورنه‎کړل خو خبرداری یې وکړ که افغان ځواکونو ته مهمات ونه رسېږي نو د ولایت مرکز به سقوط وکړي.

خو د دغه ولایت امنیه قومندان محمد ویس صمیمي ازادي راډيو سره په خبرو کې ډاډ ورکوي چې د ښار او ولسوالیو کنټرول د دوی په لاس کې دی او وسله‎والو ته تر پنځوسو ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې له تیرو دوو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.

وسله‎والو طالبانو هم په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ترینکوټ ته ننوتي دي.