شاته

افغان کابینې د ۱۳۹۹مالي کال بودیجه تائید کړه

د مالیې وزارت وايي، چې د کابینې له خوا د افغانستان د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه، چې ۴۲۸ میلیارده افغانیو ته رسیږي تر تائید وروسته به د شنبې تر ورځې د دغې بودیجې مسوده ملي شورا ته د تصویب لپاره واستول شي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند شمروز خان مسجدي د چهارشنبې په ورځ ( لړم ۲۲مه) خبریالانو ته وویل، چې د نوي مالي کال بودیجه کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ یې عملیاتي یا عادي بودیجه او پاتې ۱۳۹ میلیارده افغانۍ یې انکشافي بودیجه ده.

ښاغلي مسجدي وویل:"د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه پرون د افغان کابینې له خوا تائید شوه، ځینې هدایات یې ورکړي دي، چې هغه دې د مالیې وزارت په نظر کې ونیسي د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه د اداراتو او وزارتونو سره د استماعیه جلساتو څخه وروسته د هیواد او د حکومت د عملیاتي او پراختیايي نیازمندیو پراساس مجموعآ ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده".

د ارګ له خوا په یوه اعلامیه کې هم ویل شوي، چې د افغان حکومت کابینې د سې شنبې په ورځ ( لړم ۲۱ مه) غونډه کې، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه، د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه په اصولو کې تائيد کړه.

د افغانستان ۱۳۹۸مالي کال بودجه په مجموعي ډول ۳۹۹ میلیارده افغانۍ وه، چې ۲۷۵ میلیارده يي عادي او پاتې نور پراختیایي بودیجه وه.

افغانستان کې د تیرو څو کلونو راهیسې نوی مالي کال د مرغومې په یوولسمه پیلیږي.

د افغانستان ملي شورا ته د بودیجې د استولو وروسته به دواړه مجلسونه د بودیجې پر مسودې باندې بحثونه کوي او د دواړو مجلسونو د تصویب وروسته به د دغې بودیجې مصرف په عملي ډول پیل شي.