شاته

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه بیا وځنډول شوه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان د نېټې د ځنډېډو خبر ورکړ.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۳مه «لړم پر۲۲مه» امریکا غږ ته وویل چې د رایو د بیا شمېرلو د بهیر د بندېدو له امله امکان نه لري چې لومړنۍ پایلې دې د «لړم پر۲۳مه» اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون د مخکني اعلان له‌مخې ټاکل شوې وه، چې لومړنۍ پایلې د «لړم پر۲۳مه» سبا پنجشنبه اعلان شي.

تر دې مخکې د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د میزان۲۷مه ټاکلې وه چې د یو شمېر ستونزو له امله یې د لړم ۲۳مه ته وغځوله.

تر دا مهاله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره نوې نېټه نه ده اعلان کړې. دا په داسې حال کې ده چې کمېسیون د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو بهیر د بندېدو خبر هم ورکړ.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حقپرست امریکا غږ ته وویل چې تر امر ثاني پورې دغه بهیر بند شوی دی.

که څه هم تر دا مهاله د څه باندې ۸۰۰۰ محلونو رایو د بیا شمېرلو د بهیر د بندېدو اصلي لامل نه دی معلوم، خو تر دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو درې کاندیدانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل له دغه بهیر سره مخالفت ښودلی و.

د ټاکنو کمېسیون په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاده پرېکړه یې د یاد بهیر په اړه د سیاسي حزبونو، مدني ټولنو او یو شمېر کاندیدانو اعتراضونو ته د رسیدګي په خاطر کړې ده.

دغه کمېسیون همدارنګه ویلي، د هغو ۹۹۴محلونو رایې چې تر نن چهارشنبې پورې شمېرل شوي دي، له دې امر څخه مستثنی دي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې په ۱۰ ولایتونو کې د یو شمېر کاندیدانو د معترضو پلویانو لخوا د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر نه دی تر سره شوی.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې «تلې پر شپږمه» نېټه تر سره شوې.