شاته

د ویسټ انډیز لوبغاړي له افغانستان څخه بخښنه وغوښتله

د ویسټ انډیز ځوان منډه جوړوونکي نیکولاس پوران د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم او د افغان کرکټ له مینوالو بخښنه غوښتې ده.

هغه د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۱) له افغانستان سره د دریو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبې کې بال په نوک ګرولی و چې خراب شي او سوینګ ته لا جوړ شي. دې کار ته د کرکټ په اصطلاح بال تمپرینګ وايي، چې د کرکټ نړیواله شورا یې جرم ګڼي. د بال د اصلي بڼي بدلولو زیان د مخالف ټیم منډه جوړوونکو ته رسیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د دغه کار له کبله پوران د ۲۰ اورونو له څلورو لوبو بند کړ او د لوبغاړو د کرکټر، دسپلین او ورزشي اخلاقو په حساب یې ځینې نومرې یې هم کمې شوي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې نیکولاس پوران خپله تېروتنه منلې ده او ژمنه یې کړې ده چې بیا به دا کار نه تکراروي. پوران د دې کار له کبله د خپلې لوبډلې، افغان لوبډلې او د افغانستان د کرکټ له مینوالو بخښنه غوښتې ده.

افغانستان پر ویسټ انډیز د خپلو دریو لوبو لړۍ ۳-۰ وبایلله او د ۲۰ اورونو د دریو لوبو لړۍ یې سبا پنجنشبه (نومبر۱۴) پیلیږي. پوران به له افغانستان سره په را روانو لوبو کې نه وي.

تر پوران مخکې نورو لوبغاړو هم دا کار کړی دی. په تازه پېښو کې د آسترالیا دوه مخکښ لوبغاړي ورانر او سمیت هم په دغه کار ښکیل وګڼل شول چې د کرکټ نړیوالې شورا درې میاشتې او د آسترالیا کرکټ بورډ یوه کال له لوب بند کړ چې له بندیز وروسته بېرته خپلې لوبډلې ته راغلل.