شاته

پاکستان د هندي عسکر مجسمه په موزیم کې نصب کړې

پاکستان د هغه هندي عسکر مجسمه د کراچۍ په یو موزیم کې نندارې ته ایښي ده چې جټ الوتکه یې د پاکستان د بالاکوټ د سیمې سره ویشتل شوي وه او هغه پکې ژوندی نیول شوی و.

د پاکستان دغه عمل ته په هندي رسنیو کې سخت غبرگونونه ښودل شویدي او دغه یې "سپک عمل" بللی دی.

د هندي پیلوټ ابی نندن ورتامن دغه مجسمه د کراچۍ په هغه موزیم کې نصب کړل شویده چې د پاکستان هوایي عسکر یې چارې پرمخ بیایي. دغه نندارتون ته په سلگونو کسان د نندارې لپاره ورغلي دي.

د یادونې وړ ده چې د ابی نندن الوتکه د روان کال د فرورۍ په میاشتې کې د کشمیر په سیمې کې په نښه کړل شوي وه.

په نندارتون کې د ابینندن د جټ الوتکې د ویشتل کیدو، د نیول کیدو او د هغه هند ته د بیرته سپارلو عکسونه هم ایښودل شویدي.

د ابینندن مجسمه د کراچۍ په موزیم کې
د ابینندن مجسمه د کراچۍ په موزیم کې

د دغه پیښې نه وروسته د پاکستان په ټولنیزو رسنیو د هندي پیلوټ ویډیوگانې خپرې شوې چې پکې ابینندن په زخمي حالت کې لیدل کیږي او د کلې راغونډ شوو خلکو هغه وهه ټکوه چې د پاکستان عسکرو ترینه وژغوره.

د نیول کیدو نه وروسته د پاکستان پوځ د دغه پیلوټ یوه ویډیو خپره کړه چې په یو داسې ځاې کې کینولې و چې ښیي دفتر وي او هغه ته چای ورکوي. دغه مهال ویډیو جوړونکی د هغه نه پوښتنې کوي چې "آیا د هغه سره په پاکستان کې سم چلند وشو او کنه" دغه پیلوټ ځواب ورکړي چې هغه د پاکستان د عسکرو د چلند نه خوښ دی.

د پاکستان صدراعظم د نیول کیدو نه څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې هغه به د دواړو ملکونو ترمنځ د تشنج د کمولو په خاطر خوشی کړي.