شاته

لوګر کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بم برید شوی

د لوګر پوليس وايي، د دغه ولايت په مرکز پل علم کې د بهرنيو ځواکونو پر موټریز کاروان د موټر بم په وسيله ځانمرګی بريد شوی دی.

د لوګر امنيه قوماندانۍ وياند څارمن شاهپور احمدزي نن سې شنبه د نومبر پر ۱۲مه«لړم۲۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شااوخوا يوولس بجې د پادخاب شانه سيمه کې د ”شېنک‟ پوځي اډې ته نږدې د بهرنيو ځوکونو د موټرو پر کاروان شوی دی.

احمدزي د تلفاتو په اړه ناخبري وښوده، خو د پېښې ځينې عيني شاهدان وايي، د موټر بم دغه چاودنه چې د لوګر – ګردېز پر لويه لاره شوې، يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

په ورته وخت کې د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم امريکا غږ ته وويل، چې تر اوسه يې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

بلخوا د لوګر د امنيه قوماندانۍ ویاند همدارنګه امریکا غږ ته وویل، چې دغه ولايت په مرکز پل علم کې د ملي اردو پر يوه امنيتي پوسته هوايي بريد کې د اردو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

هغه وویل، چې دغه بريد پرون ماخوستن شاوخوا ته بجې بهرنيو ځواکونو د پل علم اړوند په پادخاب شانه سيمې د خضر په بازار کې د ملي اردو پر پوسته کړی دی.

هغه وويل، چې بريد د اردو او طالبانو ترمنځ د جګړې پرمهال وروسته له هغه شوی چې افغان سرتېرو د مرستې لپاره د هوايي ځواک غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ویلي، چې په دغه موټر بم برید کې یوازې بریدګر وژل شوی او دوی ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د دغه برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

یادو ځواکونو پر ملي اردو د هوايي برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.