شاته

مودي د هند د یو مهم ایالت حکومت د لاسه ورکړ

صدراعظم مودي د هند د یو مهم ایالت حکومت د هغې نه وروسته د لاسه ورکړ چې پخوانی ایتلافي گوند یې د کانگرس گوند سره یوځای شو

د هند د صدراعظم نریندر مودي د بهارتیه جنتا گوند (بی جی پي) د جنوب مهاراشترا په ایالت کې د هغه نه وروسته د سخت مشکل سره مخ شویدی چې یو پخوانی مهم ایتلافي گوند یې ورسره ایتلاف ختم او د نورو گوندونو سره یې حکومت جوړ کړ.

د شیو سینا گوند د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مودي د گوند سره یې ایتلاف ختم او د هغه د سیاسي مخالفه د کانگرس گوند سره په دغه ایالت کې ایتلافي حکومت جوړوي.

د مودي گوند تیره میاشت په دغه ایالت کې په انتخاباتو کې زیاتره څوکۍ گټلي وې او داسې هیله کیده چې هغوي به خپل حکومت ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د مودي گوند د هند د می د میاشتې په عمومي انتخاباتو کې زیاتره څوکۍ ترلاسه کړي او حکومت ته دوام ورکوي.

د بی جی پي د شیوسینا د گوند ترمنځ په ځینو مهمو ټکو د اختلاف له کبله دغو دواړو ایتلاف ختم شو او داسې بی جی پي د مهاراشتر ایالت حکومت د لاسه ورکړ.