شاته

د څه باندې ۸زره محلونو رایو له بیا شمېرلو سره د عبدالله مخالفت

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون، په ټول افغانستان کې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو بهیر د پیلولو خبر ورکړ.

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات د شنبې په ورځ د نومبر ۹مه«لړم۱۸مه» امریکا غږ ته وویل، ولایتونو ته د ټاکنو کمېسیون د کار کوونکو سفرونه پيل شوي، چې ټاکل شوې تر "څو ساعتونو هلته د رایو د بیا شمېرلو بهیر پيل شي."

هغه زیاته کړه، چې د څه باندې ۸زره محلونو د رایو تفتیش او بیا شمېرلو بهیر ته ټول تخنیکي چمتووالی نیول شوی دی.

بلخوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او همپالنې' ټېم د ټاکنو کمېسیون له یادې پرېکړې سره د مخالفت په ښودلو سره ویلي، چې دغه کمېسیون له" قانون ماتولو" څخه لاس نه دی اخیستی.

یاد ټېم خپلو ټولو ولایتي ناظرینو ته لار ښوونه کړې، چې د موضوع تر روښانتیا پورې د بیا شمېرنې په بهیر کې ګډون ونه کړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي:"د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم یو ځل بیا ټينګار کوي چې تقلبي رایو ته د اعتبار ورکولو په مقابل کې بې تفاوته نه پاتې کېږي او د ټاکنو له کمېسیون غواړي چې په خپلو قانوني دندو عمل وکړي، د رایو بیا شمېرنه د تقلبي او بدون له بایومیټريک رایو له بشپړې تصفیې او تفکیک وروسته پيل کړي."

خو د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح سادات وویل، چې"د ټاکنیزو ټکټونو زیات ناظرین، د ساسي احزابو او څار بنسټونو ناظرین" د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو بهیر ته حاضر شوي، چې دغه کمېسیون به خپل کار ته دوام ورکړي.

سادات زیاته کړه، که چیري د عبدالله عبدالله ناظرین دغه بهیر کې ګډون ونه کړي، دوی به خپل کار ته دوام ورکړي.