شاته

روسیه: د کوریا وچې اټومي مشکل په خبرو هواریدای شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن جمعه د ( نوامبر ۸ مه ) په مسکو کې وویل د کوریا وچې اټومي مشکل یوازې په خبرو اترو هواریدلای شي.

ښاغلي لاوروف چې د اټومي وسلو د پراختیا د منع د ۲۰۱۹ کال په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، دغه مشکل د امریکا او شمالي کوریا په ګډون د ټولو هغو هیوادونو ترمنځ د متقابلو خبرو له لارې هواریدلی شي چې په دې اړه اندیښنه لري.

په اکټوبر میاشت کې د روسیې جمهور رئیس ولادمپیر پوټین د ډانلډ ټرمپ هغه اقدام چې د هغه په وینا د امریکا ولسمشر د کوریا په وچه کې د تاوتریخوالو د کمیدو په هدف له دواړو کوریاګانو سره خبرو ته داخل شو، وستایه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل:" کله چې د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ د خبرو لپاره هڅې پیل شوې، موږ او چین ددغو خبرو په ملاتړ خپل موقف اعلان کړ. موږ په روښانه خپلې ارزونې وړاندې کړي کوم چې کولای شي د متقابلو مراحلو پر اساس په دې برخه کې د بریا لامل شي."

ولسمشر ټرمپ تیر کال د شمالي کوریا له مشر کیم جون اونګ اون سره غونډه وکړه چې په تعقیب یې بله د روان کال په فبروري میاشت کې وشوه.

که څه هم دا خبري چې هدف یې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام درول وو، وروسته ودریدې خو روسیه وايي هغه خوځښت یا حرکت چې پیل شوی وو باید بیا شروع شي.

د مسکو د اټومي وسلو د منع په کنفرانس کې چې د نوامبر له اوومې څخه تر نهمې دوام کوي ، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژئ د نړیوال آژانس د کارپوهانو په ګډون د نړۍ له ۴۰ هیوادونو او ګڼ شمیر سازمانونو څخه ۲۵۰ کارپوهان ګډون لري.