شاته

فیفا: که اختلافات کابو نه شي د ټاکنو کمېسیون پاشل کېږي

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وايي، په کمېسیون کې کورني اختلافات د دې لامل شوي چې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه له ځنډ سره مخ شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسې د پنځه ورځنی ځنډ لامل په انتخاباتو کمېسیون کې خپلمنځي اختلافات بولي.

د درملوگ تر بشپړ راپور وروسته اوس ولې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نشي کولای د ځانګري شوي ۱۸۴۴ محلونو د رایو بیا شمیرنه پیل کړي؟

د دغه بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "مخکې پلمه دا وه، چې د درملوګ کمپنۍ له لوري ورته معلومات ورکړل شوي نه دي، خو اوس دا هم وشول، خو کمېسیون د پرېکړو په برخه کې پاتې راغلی، په کمېسیون کې دننه ځینې اختلافات شته، کمېشنران یې په خپل فېسبوک پاڼو بېلابېل نظرونه لیکي، داسې ښکاري چې دوی په خپلو کې سره سلا نه دي، که دا وضعیت مخته لاړ شي د کمېسیون وېش ته به زمینه برابره شي. "

ښاغلی رشید وایي، دغه اختلافات پر انتخاباتو د خلکو باور ته هم زیان رسوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د رڼو انتخاباتو بنسټ ټيفا مشر محد نعیم ایوب زاده نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غواړي د سولې د طرحو لپاره په قصدي ډول دا پروسه وځنډوي.

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

رشید زیاته کړه: "موږ د سولې د طرحو له مطرح کولو شدیداً اندېښمن یو، او دا چې د انتخاباتو پایلې په لومړي دور کې اعلان شي، قصدآً کار ځنډول کېږي او هڅه کېږي، چې بیا هم د انتخاباتو پایلې د تفاهم، معاملو او د سیاسیونو د ځينو برنامو قرباني کړي."

خو د دغه کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ ازادي راډيو ته وویل، چې دغه کمېسیون به د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش په اړه ډېر ژر پرېکړه وکړي.

ننګ وايي: "کمېسیون خپل ملاحظات درلودل، بالاخره موږ لس مواده کمېسیون ته د یو ماسټر لېست پر بنسټ وړاندې کړل، چې پر اتو یې کمېسیون پرېکړه وکړه او دوه یې پاتې دي، په دې اړه هم پرېکړه شوې، اوس موږ یوازې د دغه پرېکړې لاسلیک ته انتظار باسو، بیا به ډېر ژر د یو مشخص پلان له مخې ټولو ولایتونو ته لاړ او هلته به د رایو بیا شمېرنه پیل کړو."

د ټيفا د دې څرګندونو په اړه بیا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات وایي، دغه بنسټ د تخنیکي لیدلوري پر ځای سیاسي څرګندونې کړې دي چې په دوی پورې اړه لري، خو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه به ډېر ژر پیل شي.

ټاکل شوې وه، چې پنځه ورځې وړاندې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د رایو بیا شمېره او تفتیش پروسه پیل شي خو لاهم معلومه نه ده چې دا پروسه څه وخت پیلیږي.