شاته

د ثبات او همپالنې ډله: د رأیو بیا شمېرنې کې ځنډ د ټاکنو کمېسیون کمزورتیا ښيي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله وایي، د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش په پروسه کې درې ورځې ځند د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمزورتیا ښيي.

د دغې ډلې غړي نور رحمان اخلاقي د دوشنبې په ورځ (عقرب ۱۳مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دغه ځنډ د نورو تقلبي رایو اضافه کولو ته هم زمینه برابره کړې.

ښاغلي اخلاقي زیاته کړه، ددوی باور دا دی چې شاوخوا ۳۰۰ زره نورې باطلې رأیې لا هم په سیسټم کې دي او د ټاکنو کمېسیون یې باید په اړه یې تصمیم ونیسي، ځکه دده په خبره ددغو رأیو په اړه طرزالعمل روښانه دی.

هغه وویل: "۱۳۷ زره رأیې چې ډېرې اعلان شوي، د ۱۰۲ زره په شااوخوا کې رأیې چې له اصلي وخته بهر کارول شوي او د ۷۰ زرو په شااوخوا کې رأیې چې د رأی ورکوونکو عکسونه یې تکراري دي او یا د عکس له مخې عکس اخیستل شوی."

د هغه په خبره، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید ۱۳۷۶۳۰ زره رأیې چې د رأی ورکوونکو بیومټریک معلومات یې کافي نه دي، باطلې اعلان کړي.

نوموړي خبریالانو ته دا هم وویل، چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په پروسه کې د بیومټریک ۷۰۰ دستګاوې او د حافظې کارتونه هم ورک شوي دي.

بلخوا د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټاکنیزه ډله وايي، ټول کاندیدان باید کمېسیون ته د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش په برخه کې ضرب الاجل ونه ټاکي او په چارو کې یې مداخله ونه کړي.

د دغې ډلې یوه ویاند رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل، کاندیدان باید په ټاکلي وخت د پایلو اعلان ته انتظار کړي او کومه نتیجه چې د پاکو رایو او قانون پر بنسټ اعلانېږي باید ټولو ته د منلو وړ وي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ټيم د انتقاد په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل، د سه شنبې په ورځ (عقرب ۱۴مه) به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه پیل شي.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات وویل: "زموږ همکاران په دې کار کوي چې سبا ولایتونو ته لاړ شي او هلته د رایو بیا شمېرنه او تفتیش په ټول هېواد کې پیل کړي."

د انتخاباتو کمیسیون د رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې لپاره درې ورځې په پام کې نیولې دي.

د ټاکنو په مهالوېش کې د میزان ۲۷مه د ابتدايي پایلو د اعلان لپاره په پام کې نیول شوې وه، خو دغه اعلان د ټاکنو کمېسیون د عقرب تر ۲۳مې وځنډاوه.