شاته

درملوګ نن د تصفیه شویو بیومټریک رأیو وروستی شمېر د ټاکنو کمېسیون ته سپاري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د نن ورځې تر پایه به د درملوګ کمپنۍ د بیومټریک معلوماتو لرونکو تصفیه شویو رأیو نهايي شمېرې دوی ته وسپاري.

د دغه کمېسیون یوه کمیشنر محمد عبدالله نن (عقرب ۷مه) خبریالانو ته وویل، کله چې دغه شمېرې دوی ترلاسه کړي، نو د صندوقونو له رأیو سره د نتایجو پرتله کولو بهیر پیلېږي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "د هغه مکتوب پر اساس چې د انتخاباتو کمېسیون او درملوګ کمپنۍ ترمنځ تبادله شوی، د بیومټریک رایو د تصفیې نتیجه د نن ورځې تر پایه باید کمېسیون ته وسپاري. له هغې وروسته د ولایتونو، ولسوالیو، مرکزونو او محلونو د تصفیې او پرینټګ کار پيلیږي."

نوموړي همداراز وویل، د صندوقونو او د بیومټریک معلوماتو لرونکو رایو د پرتلې لپاره ۱۲۰ کسان روزل شوي چې ژر به ولایتونو ته ولیږل شي او خپل کار به پيل کړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یوشمېر بنسټونه وايي، د درملوګ کمپنۍ له لوري په خپل وخت د رایو د پایلو سپارل د کمېسیون په کارونو کې سرعت راولي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل چې په دې سره کمېسیون جوګه کیږي چې د لومړنیو پایلو اعلان ته چمتوالی ونیسي.

هغه زیاته کړه: "له شک پرته کمېسیون ته د پایلو سپارل د انتخاباتو کمېسیون ته دا ظرفیت او وړتیا ورکوي چې دوی د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر پيل کړي. دا کار کمېسیون هڅوي چې د لومړنیو پایلو اعلان ته چمتوالی ونیسي."

په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې او په پام کې وه لومړنۍ نتیجه یې د میزان په ۲۷ اعلان شي.

خو د ټاکنو کمیسیون ونشوای کولای د مهالوېش له مخې مخته لاړ شي او د نتیجې اعلان یې د عقرب تر ۲۳ مې وځنډاوه.

له دې سره وروستۍ پایلې هم چې د عقرب ۱۶مه ورته په پام کې نیول شوې وه، د قوس ۱۵ ته شاته ولوېدې.