شاته

د انتخاباتو کمیسیون د بیومټریک اطلاعاتو لرونکو رایو شمېر یو میلیون او ۹۳۲ زره اعلان کړ

د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو انتخاباتو کې د کارول شویو معتبرو رایو شمېر شاوخوا دوو میلیونو ته راټیټ شو. دا هغه رایې دي چې د رأی ورکوونکو بیومټریک اطلاعات یې ثبت شوي دی.

د ټاکنو کمیسیون د میزان په ۱۲مه مخکې له دې چې د بیومټریک دستګاوو اطلاعات مرکزي سرور ته انتقال شي، په تېرو ټاکنو کې د کارول شویو رایو شمېر نږدې دوه میلیونه او ۷۰۰ زره اعلان کړی و.

د ټاکنو له ورځې (میزان ۶مه) ۲۴ ورځې وروسته نن ددغه کمیسیون غړو په یوې خبري ناستې کې اعلان وکړ چې د رأی ورکوونکو د بیومټریک له ټولو دستګاوو اطلاعات مرکزي سرور ته لېږدول شوي.

د ټاکنو کمیسیون په پام کې لري چې اوس د بیومټریک اطلاعاتو لرونکې رایې وارزوي هغه ترې بېلې کړي چې ټول شرایط یې نه دي پوره کړي.

وړاندې د ټاکنو کمیسیون ویلي چې د پاکو او تقلبي رایو د پېژندلو لپاره څرګند تعریف شته او دوی به د همدغې تګلارې پر بنسټ عمل وکړي.

یوه رایه هغه وخت معتبر ګڼل کېږي چې د رأی ورکوونکي د مخ او د سټیکر لرونکې تذکرې عکس او د ګوتو نښې د بیومټریک دستګاه کې ثبت شوې وي او د یو ځانګړی کوډ د هغه پر رأی پاڼې نصب شوی وي.

ددغه کمیسیون غړې رحیمه ظریفي وايي، د بیومټریک اطلاعاتو لرونکو رایو شمېر څه باندې یو میلیون او ۹۳۲ زرو ته رسېدلی دی.

اغلې ظریفي وویل، د بیومټریک د هغو دستګاوو او د دستګاوو د حافظې کارتونو د برخلیک په اړه بحثونه روان دي چې ورک شوي دي.

د هغې په خبره، په دې تړاو به د کمیسیون وروستۍ تصمیم د نن ورځې (چهارشنبې، عقرب لومړۍ) د رسنیو له لارې له خلکو سره شریک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو له کمیسیون څخه د یوه افشا شوي سند له مخې چې ازادي راډیو ترلاسه کړی، ددغه کمیسیون اجرايي برخې په پام کې لري چې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د عقرب په ۲۱مه اعلان کړي.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا د پلان رئیسې منعمه منصور ته په منسوب غږیز کلیپ کې هغې ویلي چې دا نېټه د ټاکنو کمیسیون د عملیاتي برخو د رئیسانو په مشوره ټاکل شوې ده.

یوې خپلواکې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې ثبت شوی غږ د اغلې منعمې منصور ده.

خو د ټاکنو کمیسیون کمیشنره رحیمه ظریفي وايي، ددغې نېټې ټاکل یوه طرحه ده او نه شي ویلای چې دا د ټاکنو ابتدايي پایلو د اعلان دقیقه نېټه ده.

اغلې ظریفي زیاته کړه، د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان نېټې باندې کار روان دی.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش له مخې په پام کې وه د ټاکنو پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو د هغه څه له امله چې تخنیکي ستونزې او په رایو کې د پراخې درغلۍ ادعاوې یادېږي، د پایلو اعلان تر نامعلومې نېټې ځنډېدلی دی.