شاته

کندز کې د سیمه ییزو پولیسو وژل کېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه

د کندز سیمه ییز چارواکي وایي، تیره شپه د دغه ولایت د علي اباد ولسوالۍ په عرضبیګي سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې ۱۷ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د علي اباد ولسوالۍ یو تن مسؤل چارواکی، چې نه غواړي نوم یې یاد شي نن سې شنبه د «تلې پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې په دغه برید کې ۱۷ تنه سیمه ییز او څو تنه ملي پولیس هم وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې د همدغې پوستې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان امر محمود او د امنیې قوماندانۍ د اداري چارو معاون سید عالم هم وژل شوي دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني بیا وايي، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د علي اباد ولسوالۍ د عرضبیګي په کلي کې پر امنیتي پوسته برید کړی خو د تلفاتو د قیق ارقام نه ورکوي.

هغه وايي، چې سیمې ته د کمکي قواو په رسیدو سره وسله وال طالبان په شاشوي دي او په جګړه کې ورته تلفات هم اوښتي دي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په دغه برید کې د شلو تنو سیمه ییزو پولیسو د وژل کیدو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.