شاته

امریکا له افغانستان څخه خپل ۲۰۰۰ عسکر ویستلي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت مشر امریکايي جنرال سکاټ مېلر وايي چې امریکا په تېر یو کال کې له افغانستان څخه خپل ۲۰۰۰ عسکر ایستلي دي.

د دغو عسکرو په ایستلو سره اوس په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شمېر ۱۲۰۰۰ ته راکم شوی دی.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو ماموریت د افغان ځواکونه روزنه، تجهیز او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.

سکاټ مېلر د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۲۱) په کابل کې د امریکا د دفاع وزیر سره په ګډه خبري کنفرانس کې د دغو سرتېرو د ویستلو خبره وکړه.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران، اسدالله خالد او مسعود اندرابي، هم وو. دوی وویل چې د امریکایي ځواکونو په وتلو خبر دي، خو ټېنګار یې وکړ چې افغان ځواکونه د امنیت ساتلو توان اوظرفیت لري.

د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر هغو خبریالانو ته چې له ده سره کابل ته په سفر تللي ویلي چې متحده ایالتونه کولی شي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي او دا کار د هغه په خبره د داعش او القاعده پر ضد مبارزه نه زیانمنوي.

نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټېنګار کړی او ویلي دي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد به جګړه روانه وي.