شاته

د ۱۳۹۸ لومړیو شپږ میاشتو کې "۱۶۱۱ ملکي افغانان" وژل شوي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د ۱۳۹۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۴۸۷ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

وايي دا تلفات د تیرلمریز کال پرتله ۸.۳۶ فیصده زیات شوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه د دوشنبې په ورځ «تلې ۲۹ مه» خپل راپور خپور کړ. راپور وايي چې په دغې موده کې ۱۶۱۱ ملکیان د ښکېلو غاړو ترمنځ نښتو کې وژل شوي او ۴۸۷۶ نور ټپیان دي.

د کمېسیون کمېشنر نعیم نظري د دغه راپور د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې د بشري حقونو د کمېسیون د ثبت شوو شمیرو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۵ فیصدو پورې د ملکي تلفاتو مسؤليت د طالبانو پر غاړه دی.

د تاوتریخوالې په پېښو کې ټپي شوي افغانان
د تاوتریخوالې په پېښو کې ټپي شوي افغانان

ښاغلي نظري وویل:"د یولس فیصدو مسولیت د افغان امنیتي ځواکونو او د دغو ځواکونو د پلوي ځواکونو په غاړه دی، درې فیصده د داعش او لس فیصده نورو پېښو عاملین څرګند شوي نه دي".

د دغه راپور له مخې د طالبانو په عملیاتو کې ۱۰۵۱ تنه وژل شوي او ۳۸۲۷ نور ټپیان شوي دي. همداشان د "اسلامي دولت یا داعش په عملیاتو کې ۱۱۴ ملکیان وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي."

د افغان ځواکونو او د دغو ځواکونو د پلویانو په عملیاتو کې ۳۱۰ ملکیان وژل شوي او ۴۰۱ تنه ټپیان شوي دي. د دغه راپور له مخې په دې موده کې د ۱۲۶ تنو د وژونکو او د ۵۵۹ نورو ټپي شوو عاملین څرګند نه دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د راپور له مخې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغاتسان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د توغندیو په بریدونو کې هم ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وسله والې نښتې، د سړک د غاړې ماینونه، ځانمرګې بریدونه، هوايي بمبارۍ او شپې عملیات د ملکي تلفاتو د ستر عواملو په توګه یاد کړي دي.

راپور وايي، یوازې ۱۱۴ ملکیان د داعش په بریدونو کې وژل شوي دي
راپور وايي، یوازې ۱۱۴ ملکیان د داعش په بریدونو کې وژل شوي دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې تیره اونۍ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي " یوناما" د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د درییمې ربعې خپور کړی، چې په کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتیدو خبر ورکړل شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د روان ۲۰۱۹ میلاديکال په نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ ملکیان وژل شوي او ۵۵۷۶ نور ژوبل شوي هم دي.

تراوسه افغان حکومت اود حکومت وسله والو مخالفینو د افغانستان د بشري حقونو راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو د ملګروملتونو راپور یو اړخیز بللی وو او افغان حکومت ویلي وو، چې د ملکي وګړو خوندیوب یې په لومړیتوبونو کې ځای لري.