شاته

پلوسي: امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په مرکز بدل شي

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس مشره نانسي پلوسي وايي، امریکا هېڅ کله نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په مرکز بدل شي.

اغلې پلوسي افغانستان ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې تېره شپه د اکتوبر پر ۲۱مه «»تلې ۲۸مه له ولسمشر غني سره په ارګ کې د لیدنې پرمهال ویلي، چې د افغان مېرمنو له لاسته راوړنو څخه دفاع د امریکا د کانګرس له لومړیتوبونو څخه دي.

د ارګ د بیان له‌مخې اغلې پلوسي ویلي:"په افغانستان کې زموږ د حضور دلیل دا دی چې یو وخت طالبان په دغه هیواد کې د هغو تروریستانو کوربه وو چې پر موږ يې برید وکړ او موږ هیڅکله نه غواړو چې افغانستان دوباره د تروریستانو پر ځاله بدل شي."

ولسمشر محمد اشرف غني هم له اغلې پلوسي سره لیدنه کې، داعش ډله افغانستان او امریکا ته جدي ګواښ بللی او زیاته کړې ده چې طالبانو په افغانستان کې تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

نوموړي په دغه لیدنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

ښاغلي غني ویلي:"په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د حضور د نوعیت څرنګوالی د دواړو هیوادونو ترمنځ په لاسلیک شویو تړونونو پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور د څرنګوالي د هر تصمیم په اړه بحث وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم افغانستان ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې له ولسمشر غني سره وکتل.

دا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته چې تر دامهاله یې لا پایلې نه دي اعلان شوي افغانستان ته د دریم لوړپوړي امریکايي چاروکي سفر دی چې تر سره کېږي.