شاته

عمران خان هڅه کوي د سعودي او ایران ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان تهران ته تللی او ویلي یې دي چې غواړي د ایران او سعودي عربستان ترمنځ خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې تهران ته د ښاغلي خان سفر "په سیمه کې د سولې او امنیت" اړوندو موضوعاتو ته ځانگړی شوی.

ښاغلي خان په تهران کې د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره په گډ خبري کنفرانس کې وویل چې د سه شنبې په ورځ سعودي عربستان ته ځي او په وینا یې "پاکستان نه غواړي چې د سعودي او ایران ترمنځ کړکیچ وي".

د پاکستان صدراعظم به پدغه سفر کې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره هم وویني.

دا تهران ته په روان کال کې د ښاغلي خان دوهم سفر دی. هغه همداشان په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د تیرې میاشتې د عمومي غونډې په څنډه کې هم په دوه اړخیزو اړیکو د ښاغلي روحاني سره خبرې کړې وې.

له بلې خوا د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین هم د العربیه تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې روسیه کولای شي په منځني ختیځ کې عمده رول ولوبوي، ځکه د ایران او عربي هیوادونو سره ښه اړیکې لري.

ښاغلي پوتین سعودي عربستان ته د خپل راتلونکي سفر په درشل کې دغه څرگندونې کړي دي. هغه ویلي دي چې په سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو کې هیڅوک د ایران سره جگړه نه غواړي.

هغه چې په تیره یو لسیزه کې د لومړي ځل لپاره سعودي ته ځي دا هم وویل چې روسیه د اسرائیل او مصر سره د ایران او روسیې په څیر ازاد تجارتي زون په رامنځ ته کولو کار کوي.