شاته
یوناما: ټاکنیزې ډلې دې د رایو شمېرلو په بهیر ځان سم پوه کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما بې له دې چې د چا نوم واخلي، نن د یکشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو له ټولو برخه والو غوښتي چې د نظر له ورکولو وړاندې دې د رایې شمېرلو د بهیر باندې ځان سم پوه کړي