شاته

ټرمپ وایي که ترکیه کرد ختم کړي هغه به د ترکیې اقتصاد ختم کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځلې بیا ترکیې ته خبرداری ورکړیدی چې که کردان یې ختم کړل نو هغه به یې اقتصاد ختم کړي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي که ترکیه په سوریې کې د کردانو د ختمولو لپاره عملیات وکړي نو هغه به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي.

ولسمشر ټرمپ دا خبرداری هغه وخت ورکړ چې یو خبریال د ولسمشر ټرمپ نه وپوښته چې د ترکیې ولسمشر طیب اردوان به کردان ختم کړي. ټرمپ په ځواب کې وویل چې "زه به د هغه اقتصاد ورختم کړم."

د یادونې وړ ده چې د هغې نه وروسته چې ولسمشر ټرمپ د سوریې نه امریکایي عسکرو اویستل، د ترکیې عسکرو په دغه ملک کې د میشتو کردانو ضد عملیات پیل کړیدي.

د امریکا په ولسمشر لدی کبله په ملک کې دننه او د ځینو ملکونو مشران نیوکې کوي چې د امریکایي عسکرو د ایستلو سره کرد ملیشې یواځې پاتې شوې چې په سوریې کې د داعش د ترهگرې ډلې ضد په جگړې بوختې دي.