شاته

تیفا: دوه میلیون افغانانو رایه ورکړې، ۲۱سلنه یې ښځې دي

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ (ټيفا) موندنې ښيي، چې د تلې په شپږمه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې نږدې دوه میلیونه کسانو رایې ورکړي چې ۲۱ فیصده یې ښځې دي.

د ټیفا یوې غړې ضغرا سعادت د چهارشنبې په ورځ (تلې ۱۷/اکتوبر ۹) خبریالانو ته وویل چې د دغه بنسټ ۵۲۰۰ ناظرینو د افغانستان د جمهوري ریاست له انتخاباتو څخه نظارت کړی دی.

آغلې سعادت زیاته کړه د دوی ابتدايي موندنې ښيي چې د تیرو انتخاباتو په پرتله د تلې په شپږمه د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو ګډون ډیر لږ وو.

د آغلې سعادت پر وینا د رایې ورکولو په مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو نشتوالی په جمهوري ریاست انتخاباتو کې د ښځو د ګډون د کچې د کموالي یو لوی لامل وو.

د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د امنیتي ګواښونو، د انتخاباتو د کمیسیون د کارکوونکو د نه حاضرېدلو او د حساسو انتخاباتي موادو د نه رسېدلو له امله، په ۷۲۱ مرکزونو کې انتخابات نه دي شوي.

ټیفا د افغانستان د انتخاباتو له کمېسیون څخه غوښتي، چې ژر دې بایومتریکه او غیر بایومتریکه رایو ريښتینې شمېره اعلان کړي.

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د ابتدايي شمېرو په اساس، د تلې په شپږمه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې نږدې ۲.۷ میلیونه کسانو رایه ورکړې ده.

د دغه کمېسیون یو کمېشنر اورنګزیب د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د کمېسیون د اطلاعاتو مرکز د رایې د ثبتولو او د رایه ورکوونکو د وروستۍ شمیرې د معلومولو پر سر کار کوي.

هغه زیاته کړه، چې د رایې د ثبتولو په بهیر کې تخنیکي ستونزې حل شوې دي او په ټاکلي وخت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلانولو لپاره هڅې روانې دي.

د انتخاباتو د مهالویش په اساس ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي نتایج د تلې په ۲۷مه او وروستي نتایج د لړم په ۱۶مه اعلان شي.