BBC
 شاته

د عراق لاریونونو کې د وژل شویو شمېر تر ۱۰۰ کسانو ورسېد

په عراق کې د دغه هېواد پارلماني بشري حقونو کمېسیون وايي، د حکومت پر ضد روانو احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. د کمېسیون چارواکي وايي، په دې پېښو کې نژدې ۳۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي. چارواکو د احتجاجونو کنټرول لپاره ګرځبندیز ولګاوه او نژدې په بشپړه توګه یې انټرنېټي شبکې غیر فعالې کړې.‌