شاته

د انتخاباتو کمېسیون: زورواکو د بایومټریک له ۲۲ دستګاوو چپ کارټونه ویستلي

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو په ورځ په پلازمېنه کابل کې د بایومټریک د یو شمېر الو د ورکېدو خبره کوي.

دغه کمېسیون وايي، په کابل کې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بایومټریک یو شمېر دستګاوې ورکې شوي او له ځينو چپ کارټونه ویستل شوي دي.

د دغه کمېسیون یو غړی مولانا محمد عبدالله د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د بایومټریک ۷ دستګاوې ورکې شوي او زورواکو د بایومټریک له ۲۲ دستګاوو چپ کارټونه هم باسلي دي.

محمد عبدالله همداشان زیاته کړه، هغه کسان چې د ټاکنو په ورځ د نابایومټریک شویو رأیو په کارولو کې لاس ولري، عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.

ددغه کمېسیون یوه غړي مولانا محمد عبدالله نن یوې خبري غونډې ته وویل، دوی د کمېسیون د ټولو ولایتي دفترونو له مسؤلانو غوښتي چې د رأی ورکونې د هغو محلونو په اړه راپور ورکړي چې بایومټریک پکې نه دی کارول شوی او یا زورواکو پکې د صندوقونو ډکولو په ګډون غیرقانوني کړنې ترسره کړي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل، که اړوند ولایتي مسؤلان د سرغړونو په اړه راپور ورنه کړي او د ارزونو پرمهال درغلي ثابته شي، نو دغه مسؤلان به عدلي او قضايي ادارو ته وپېژندل شي.

وړاندې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ټینګار کړی چې یوازې بایومټریک شوې رأیې ورته د اعتبار وړ دي.

د ولسمشرۍ ځینې کاندیدان وایي، د میزان د ۶ مې نېتې په ټاکنو کې درغلۍ شوي او نابایومټریک شوې رأیې کارول شوې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې ویډیوګانې خپرې شوې چې ظاهراً ځیني کسان د مشخصو کاندیدانو په ګټه درغلي کوي.

د ټاکنو کمېسیون ویلي چې دا ویډیوګانې به وارزوي.

ښاغلي عبدالله همداراز وویل چې د ۲۲ ولایتونو انتخاباتي مواد د ټاکنو مرکزي دفتر ته رسېدلي او د پاتې ۱۲ ولایتونو مواد به د نن ورځې ترپایه راانتقال شي.


هغه وویل، د ټاکل شوي مهالوېش له مخې به دغه بهیر نن بشپړ شي او هېڅ ډول ځنډ پکې نه راځي.

د ټاکنو کمېسیون کمیشنر وویل، تردې مهاله د ۲۱ زرو محلونو د نتایجو فورمې دوی ته په برېښنايي ډول رسېدلي دي.

هغه هیله وښوده چې کابل ته د دغو دستګاوو تر رسېدو وروسته به یې معلومات په مستقیم ډول مرکزي سرور ته انتقال شي.

د ښاغلي عبدالله په خبره، په لومړي سر کې بایومټریک شوې رأیې کمېسیون ته د اعتبار وړ دي او وروسته به دغه رأیې هم تصفیه کېږي چې سرغړونه پکې نه وي شوې.

دی وایي: د هغو کسانو رأیې موږ ته د اعتبار وړ دي چې د بایومټریک له لارې یې دوه ګوتې، تذکره او عکس اخیستل شوي، په دې کې بیا دوهم ځلې تصفیه کاري کېږي، ځکه کېدای شي چې یوه کس دوه ځلې عکس اخیستی وي، په تکرار سره یې د ګوتو نښې ورکړي وي، سټیکر یې تکراري وي، عمر یې کم وي او دغه شان نور.

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه نېټه اعلان شي.