BBC
 شاته

د افغانستان پوهنې وزیر: د تړل شویو ښوونځیو شمېر ډېر شوی

د افغانستان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ویلي، تېر کال ټول افغانستان کې نژدې ۷۰۰ ښوونځي تړلي و او سږکال دا شمېره لوړه شوې ده. نن افغانستان کې په تودو سیمو کې د ښوونځي زنګ وکړنګېد او زده کوونکي ښوونځیو ته لاړل.