شاته

ملابرادر: که ټرمپ په خپله ژمنه عمل ونکړي د وینې تویدنې او ورانیو مسؤل به وي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر چارواکي وایي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو هیت نن د یکشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۲مه) په بیجنګ کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي ډنګ شیجن سره کتلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په پخپل ټویټر د طالبانو د پلاوي د مشر ملا برادر له خولې ویلي چې د امریکا سره له خبرو وروسته "یوې پراخې موافقې ته رسیدلي او په وینا یې "اوس که د امریکا جمهور رئیس په پخله ژمنه نه دریږي او ژمنه ماتوي، نو هغه په افغانستان کې د هر ډول وینې تویدنې او ورانیو مسؤل دی".

ښاغلي شاهین همداشان لیکلي چې د چین د ځانګړي استازي سره یې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو بحث کړی دی. ښاغلي شاهین لیکلي چې د چین ځانګړي استازي د سولې د خبرو ملاتړ کړی او د افغانستان د شخړې د سوله ایز حل لپاره یې " ښه کاري چوکاټ" ګڼلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د چین سفارت تر اوسه د دې غونډې په هکله څه ندي ویلي. طالب استازي تر دې وړاندې مسکو ته هم تللي و او د هغه هیواد د چارواکو سره یې د سولې په خبرو بحث کړی و.

وړاندې تر دې چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د طالبانو سره د سولې خبرې وځنډوي، د طالبانو یو هیت چین ته تللی و او د حکومتي چارواکو سره یې کتلي و.