شاته

پاکستان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۶ تنه مړه شوی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې نن یکشنبه سهار وختي د «سپټمبر پر ۲۲مه» د ګلګت بالستان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۲۶ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د فیض الله فراق په نوم د حکومت ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د ګلګت بالستان په دیامر ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې ۱۱ تنه پکې ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، چې د پېښې په قربانیانو کې د پاکستان د پوځ سرتېرې هم شامل دي.

هغه ویلي، چې د پېښې ټول قربانیان د یو مسافر وړونکي بس موټر سورلۍ دي او ټپیان یې د درملنې په هدف سیمه ییزو روغتون چلاس ته انتقال شوي دي.

د پاکستان «ډان» رسنۍ د دامیر ولسوالۍ د پولیسو د ویاند محمد وکیل له قوله ویلي، چې یاد بس موټر د زیات سرعت له امله د موټر چلوونکي له کنټروله وتلی او په دغه سیمه کې له غره لګېدلی دی.

دغه مسافر وړونکي بس تېره شپه د سکردو په نوم سیمې څخه د راولپنډۍ په طرف حرکت پیل کړی و، چې په لاره کې له غره سره ټکر وکړ.

پاکستاني چارواکو همدارنګه ویلي، چې د ټپیانو د ژغورلو لپاره یې سیمې ته دوې هلیکوپټرې هم استول شوي دي.

د راپورونو له‌مخې پر دغه لار اکثره وخت سیلانیان تګ راتګ کوي.