شاته

پاکستان افغان حکومت ته: ډیورند رسمي پوله ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورند کرښې د نه رسمیت پيژندلو په اړه د افغان حکومت وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډه پوله د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو په اساس پېژندل شوې رسمي پوله ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې تر پرانیستلو وروسته وویل، چې ډیورند لین د دواړو هېوادونو په منځ کې د رسمي کرښې په توګه نه پيژني.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه د سپټمبر پر۲۰مه «تله۲۹مه» په یوې اعلامیې کې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې غیر مسؤولانه بللي دي.

په یاده اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې ورته څرګندونې د افغان سولې په اړه روانې هڅو او همکاریو ته زیان رسوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اړه تازه بحثونه یو ځل بیا پر داسې مهال راپورته کېږي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ۲۴ ساعتونو لپاره د تورخم دروازې د پرانیستلو پر مهال د پاکستان لخوا پر چمتو شوي «بنر» ډیورند کرښه د رسمي سرحد په توګه یاده شوې وه.

د پاکستان لخوا ډیورند کرښې ته د رسمي پولې نوم ورکولو هغه مهال هم سخت غبرګونونه را وپارول، چې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې ډیورند کرښه په رسمیت نه پيژني.

تر دې مخکې د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي هم د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې افغان حکومت ډیورند کرښه په رسمیت نه پيژني.