شاته

د پي ټي ایم دوه مشران محسن داوړ او علي وزیر په ضمانت خوشې شول

د پاکستان د پارلمان او د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي محسن داوړ او علي وزیر نن شنبې د سپتمبر په ٢١ د خیبر پښتونخوا د هري پور د زندان نه په ضمانت خوشې شول.

دوي دواړه وروسته تر هغه حکومت ونیول او بندیان یې کړل چې د شمالي وزیرستان د خړ کمر په سیمه کې د مظاهره چیانو او پوځ تر منځ خونړی اخ او ډب وشو. محسن داوړ په ټویټر کې لیکلي چې "د هریپور په زندان کې مونږ په هغو کوټو کې بندیان وو چې د ترهګرو لپاره جوړې شوې وې."

ښاغلي دواړ همدرانګه ویلي چې په زندان کې ګرځیدی راګرځیدی نشو او مطبوعاتو ته یې هیڅ لاسرسی نه درلود.د پښتون ژغورنې دغه مخکښ غړي همدارنګه ویلي دي چې د خپل ولس د حقونو د تر لاسه کولو لپاره "د خپل سر نه هم تیر دی او زندان خو ډیر وړوکی قیمت دی". ښاغلي دواړ همدرانګه ویلي دي چې خپله مبارزه نه پریږدي او د خپل ولس لپاره سوله او برابر حقوق غواړي.

د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې په غورځنګ تور لګوي چې د هند او افغانستان استخباراتي ادارې ورسره په پاکستان کې د ناامنۍ د پیدا کولو لپاره مالي مرستې کوي خو پي ټي ایم دغه تورونه ردوي.

محسن داوړ په حکومت تور لګولی چې د خړ کمر د پیښې نه وروسته حکومت د بشري حقونو سرغړاونې زیاتې کړي او په زندان کې یې د علي وزیر او دده سره ښه چلند ندی کړی. د پاکستان د صدراعظم عمران خان د حکومت ویاند د ښاغلي داوړ پدې تورونو د تبصرې نه ډډه کړې ده.