شاته

پنټاګان "په ایران د پوځي اقداماتو" انتخابونه ټرمپ ته ورکوي

ټاکل شوې د امریکا د دفاع وزارت د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو بریدونو په غبرگون کې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته د انتخاب لپاره مختلف پوځي اقدامات په گوته کړي.

د امریکا یوې دولتي سرچینې اې پي خبري اژانس ته ویلي چې پدې انتخابونو کې په ایران کې د بالقوه پوځي اهدافو لست هم ښاغلي ټرمپ ته پیشنهاد کړی.

امریکا د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو د برید مسؤلیت پر ایران اچوي، خو ایران دغه تورونه رد کړي.

منابعو اسوشیتد پرس ته ویلي دي چې پنټاګان د پوځي انتخابونو د وړاندې کولو سره سره به جمهور رئیس ټرمپ ته ووایي چې کیدای شي هر ډول پوځي اقدام د جگړې د پیل کیدو سبب شي.

ټاکل شوې ده چې دغه پوځي انتخابونه نن د جمعې په ورځ سپتمبر ٢٠ په یوه غونډه کې وڅیړل شي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر سعودي باندې وروستي بریدونه غندلي دي او هغه یې "یو جنگي حرکت" گڼلی دی.

ښاغلي پنس ویلي چې جمهور رئیس ټرمپ به د شواهدو له ارزولو وروسته د امریکا د راتلونکو اقداماتو په اړه تصمیم ونیسي: "د امریکا خلک دې ډاډمن وي چې د امریکا متحده ایالات په سیمه کې زمونږ له گټو دفاع کوي او مونږ د خپلو متحدینو تر څنگ ولاړ یو."

تیره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، وویل چې ځنې کسان هڅه کوي جمهور رئیس ټرمپ "وغولوي" او د ایران سره جگړې ته یې کش کړي.

هغه ټینگار وکړ چې ایران جگړه نه غواړي، خو خبرداری یې ورکړ چې که پرې برید وشي سمدستي به ورته ځواب ووایي.

د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې د بریدونو مسؤلیت د په یمن کې میشت د حوثي ډلې یاغیانو اخیستی دی.