شاته

بخښنې سازمان: امریکايي ځواکونه دي هوايي بریدونو کې له احتیاطه کار واخلي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په ننګرهار کې د داعش پر مرکزونو د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده.

دغه سازمان پر داسې مهال دا اندېښنه ښيي، چې د راپورونو له مخې د تېرې چهارشنبې په ماښام د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د امریکا ځواکونو د بې پیلوته الوتکې په بریدونو کې ۲۰ افغان جلغوزي ټلوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

پرون پنجشنبه د سپټمبر پر ۱۹مه د بخښنې نړیوال سازمان په دې اړه خپله اعلامیه کې ویلي، چې ورته بریدونه د ملکي وګړو ژوند ته بې پروايي ښيي.

په دغه اعلامیه کې د بخښنې نړیوال سازمان د یوه غړي دافني ایویاتار له قوله ویل شوي چې، امریکايي ځواکونه باید د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې په هدف په ورته عملیاتو کې له احتیاط څخه کار واخلي.

بلخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند کلونیل سوني لیګټ «Colonel Sonny «Leggettالجزیرې رسنۍ ته ویلي، چې دوی د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیر تنګي سیمه کې د داعش مرکزونه په نښه کړي او د دغه ډلې ګڼ وسله وال یې وژلي دي.

نوموړي ویلي، چې امریکايي ځواکونه په یاد برید کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه له سیمه ییزو چارواکو سره په ګډه څېړنې کوي.

د سهراب قادري په نوم ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي تېره ورځ وویل، چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ۳۰ تنه جلغوزي ټلوونکي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت او د ننګرهار ولایتي ادارې هم دغه برید تائید کړئ، خو وايي چې په دې اړه څېړنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ بیا په زابل کې د طالبانو موټر بم برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړول.