شاته

امریکا په کابل او پروان کې د طالبانو بریدونه وغندل

د امریکا متحده ایالاتو په کابل او پروان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پروني ځانمرګي بریدونه چې د امنیتي سرتېرو په ګډون ۴۸ ملکي وګړي پکښي ووژل شول غندلي دي.

سپینې ماڼۍ پرون ناوخته د «سپټمبر پر۱۷مه» په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې پر ځای چې وسله وال طالبان د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره د افغانانو راتلونکی وګواښي باید سولې ته رښتینې ژمنتیا وښيي.

په بیان کې راغلي:"له افغانانو سره باید د سولی او پخلاینې خبری وشي، طالبان باید د تاوتریخوالي او ورانکارۍ پرځای چې افغانانو او افغانستان ته زیان اړوی، سولی ته خپل ژمنه ښکاره کړی"

سپینې ماڼۍ همدارنګه په شمال کې د طالبانو لخوا د وارداتي برېښنا د مزو پرېکول هم غندلي او وايي، دا د افغانستان د زیربناو پر وړاندې د طالبانو دښمني په ډاګه کوي.

ملګرو ملتونو په پروان کې پر ټاکنیزه غونډه د طالبانو برید غندلی دی
ملګرو ملتونو په پروان کې پر ټاکنیزه غونډه د طالبانو برید غندلی دی

دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې د پروان مرکز چاریکار کې د ولسمشر غني کمپاینیزې غونډې ته نژدې د طالبانو په ځانمرګي برید کې د څلورو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۶ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول.

په همدغه ورځ د یو ساعت په توپیر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند احمد شاه مسعود څلور لارې کې د دفاع وزارت د پيژنتون مخې ته ځانمرګي د شپږو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۲ تنه ووژل ۳۸ نور ټپيان شول.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د دغه دواړو بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست. طالبانو تر دې مخکې پر ټاکنیزو پروګرامونو او کمپاینیزو غونډو د بریدونو ګواښ کړی و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا د یادو پېښو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

امریکا پر داسې مهال په کابل او پروان کې د طالبانو وروستي ځانمرګي بریدونه غندي، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر پنځمه په کابل کې د طالبانو د موټر بم په غبرګون کې چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ افغان وګړي یې ووژل له طالبانو سره د سولې خبرې چې وروستي پړاو ته رسېدلې وې لغوه اعلان کړې.

ټرمپ د «سپټبمر پر ۷مه» د یادو خبرو د لغوه کېدو پرمهال یاد برید د سولې خبرو په جریان کې د طالبانو د کاذب فشار راوړل وبلل.

د کابل د تېرې ورځې پېښې قربانیان
د کابل د تېرې ورځې پېښې قربانیان

د افغانستان جمهوري ریاست هم تېره ورځ د یادو بریدونو په غندلو سره طالبان د جمهوري نظام «اصلي دښمنان» وبلل. او زیاته یې کړه چې په ورته بریدونو سره به خپلو اهدافو ته ونه رسېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په پروان کې پر ټاکنیزې غونډې د طالبانو برید غندلی دی. یوناما پر یادې ټاکنیزې غونډې برید له نړیوالو ډموکراټیکو اصولو څخه سرغړونه بللې ده.