شاته

د سولې خبرو تر بندېدو وروسته یو څلور کسیز طالب پلاوی ایران ته تللی

له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته د طالبانو د قطر دفتر یو څلور کسیز پلاوی تر روسیې وروسته پرون دوشنبه ایران ته تللی دی.

دغه طالب پلاوی د افغان سولې په اړه ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ته پر داسې مهال سفرونه کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر اومه ور سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د «سپټمبر پر۱۶مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال عبدالسلام حنیفي په مشرۍ د دوی یو څلور کسیز پلاوي له ایراني چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

طالبانو همدارنګه ویلي، چې د افغان سولې په اړه د ګاونډیو هېوادونو رول ورته مهم دی.

شاهین ویلي:"د سولې د پروسې د وروستیو تحولاتو، په هیوادکې د ايران د اقتصادي پروژود پرمختګ او خونديتوب او د يوي پایداره سولې پر لارو چارو یې ورسره خبري وکړې."

ایراني رسنیو هم دغه هېواد ته د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي سفر تائید کړی او ویلي، دي چې طالبانو له ایراني چارواکو سره پر بین الافغاني مذاکراتو او له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو د لغوه کېدو په اړه خبرې کړي دي.

ایران یو هغو هېوادونو څخه دی، چې طالبانو سره یې د امریکا د خبرو د لغوه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو بل درې کسیز پلاوی پر افغان سولې د بحث لپاره روسیې ته هم تللی و.

د طالبانو دغه ویاند ویلي، چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره یې پر افغان سوله خبرې.

شاهین ویلي، چې طالب پلاوي له روسي چارواکو سره یې د سولې په اړه خپل موقف شریک کړ، چې روسي چارواکو یې هم ملاتړ وکړ.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي مسکو ته د طالبانو تر سفر وروسته وویل، چې د طالبانو سفرونه کومه نتیجه نه ورکوي.

ښاغلي صدیقي، یادو هېوادونو ته د طالبانو سفرونه د هغوی د سیاسي ماتې په معنا وبلل او زیاته یې کړه چې طالبانو د سولې اصلي ادرس ورک کړی دی.

طالبان پر داسې مهال مسکو او تهران ته سفرونه کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د سپټمبر ۷مه په کابل کې د طالبانو د وروستي موټر بم له امله چې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ تنه یې ووژل په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.