شاته

کمیسیون څه باندې ۷۷زره کسانو ته د انتخاباتو د څارنې کارتونه ورکړي

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو څخه د نظارت لپاره تر اوسه ۷۷ زره او ۲۵۶ ناظرینو له دغه کمیسیون څخه کارتونه ترلاسه کړي دي.

د دغه کمیسیون د دارالانشاء عملیاتي مرستیال محمد عثمان فروتن د سې‌شنبې په ورځ د انتخاباتو په اړه ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې له ۵۱زرو څخه زیات کسان د کاندیدانو او څه باندې ۲۶۲۰۰ نورو د رسنیو، مدنې ټولنې او سیاسي ګودنونو په استازیتوب د نظارت کارتونه ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه: "له شک پرته د ښکیلو خواو، مدني ټولنې او ټولو ناظرو بنسټونو رول له موږ سره زیاته مرسته کوي، ترڅو شفاف او عادلانه انتخابات په ټول افغانستان کې ولرو".

د انتخاباتو د کمیسیون دغه چارواکي له ټولو اړوندو بنسټونو څخه وغوښتل، چې له انتخاباتو څخه د نظارت د کارت د ترلاسه کولو لپاره پر وخت اقدام وکړي.

د انتخاباتو کمیسیون په داسې حال کې لسګونه زرو کسانو ته د نظارت کارتونو د ورکولو خبره کوي، چې تیره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په راتلونکي جمهوري ریاست انتخاباتو کې د شفافیت د تامینولو لپاره د ناظرانو رول مهم بللی وو.

یوناما له ټولو نوماندانو او په انتخاباتو کې ښکېلو بنسټونو څخه وغوښتل، چې خپلو استازو ته د نظارت کارتونه تر لاسه کړي.