شاته

افغان حکومت ایران ته د طالبانو پر سفر "کلکه نیوکه" کړې ده

ایران ته د طالبانو د یو "پلاوي" سفر پر تهران د کابل نیوکې پارولي دي.

افغان حکومت د ایراني چارواکو له لوري د دغو "طالبانو کوربتوب" د نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د ګاونډیتوب اصول او حقوق دا ایجابوي چې ګاونډیان دې د افغانستان د دولت د مشروعو هڅو ملا وتړي.

د ایران د تسنیم خبري‌اژانس خبر ورکړی چې د طالبانو یو "څلورکسیز پلاوي د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره ایران" ته تللی او له چارواکو سره غږېدلي.

ښاغلي صدیقي لیکلي دي: " له ګاونډیو هېوادونو څخه مو دا تمه نه کیږي چې د داسې یوې ترهګرې ډلې کوربتوب دې وکړي چې لا یې هم لاسونه د بې ګناه افغانانو په وینو سره دي او د افغانستان د ویرانولو فکر لري. "

ښاغلي صدیقي همدغه راز لیکلي دي: "مونږ په دې باور یو چې د داسې ډلو کوربتوب د ټولو هېوادونو د اصولو او اړیکو خلاف دی. "

په قطر کې د طالبانو د د فتر ویاند سهیل شاهین هم په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دوې "پلاوي" د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګونو او په افغانستان کې "د ایران د اقتصادي پروژو" په اړه غږېدلي دي.

نور وضاحت یې نه دی ورکړی چې هدف یې "د ایران د اقتصادي پروژو" څخه څه دی. ایران دا مهال د افغان حکومت سره سیاسي او اقتصادي اړيکي پالي.

طالبان وايي د دوې یو پلاوی مسکو ته تللی او له روسي چارواکو سره غږېدلي دي. د طالبانو پلاوي داسې مهال ایران او مسکو ته سفرونه کوي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل. تهران له واشنګټن سره ښې اړیکې نلري او مسکو هم له واشنګټن سره کله ښې او کله خرابې اړیکې پالي.

په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو یو شمېر مشران ایران او مسکو د طالبانو په ملاتړ تورنوي، خو هغوی دا تورونه نه مني.

د امریکايي استازو له طالبانو سره شاوخوا نهه میاشتې خبرې وکړې او هیله دا وه چې یوې موافقې ته ورسیږي، خو په کابل کې د طالبانو په یو برید کې د یو امریکايي له وژل کېدو ورسته ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل.