شاته

د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام سیالۍ ۱.۶ میلیارد خلکو لیدلي

د کرکټ نړیواله شورا وايي د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په ټولې نړۍ کې ۱.۶ میلیارد خلکو لیدلي دي.

دغه شورا وايي د خلکو د شمېر له پلوه تر دې دمه دا یو نړیوال ریکارډ دی. دوی وايي تر دې مخکې د کرکټ د هېڅ نړیوال جام سیالۍ دومره خلکو پر تلویزونونو نه وې لیدلې.

دا په داسې حال کې ده د کرکټ د ۲۰۱۵ کال د یوې ورځنیو لوبو سیالۍ ۶۳۵ میلیونه خلکو ليدلې وې.

د کرکټ د نړیوالې شورا په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې د هند او پاکستان ترمنځ سیالي ۲۷۳ میلیون خلکو پر تلویزون لیدلې ده او دا تر ټولو ډېره لیدل شوې لوبه وه.

د کرکټ د نړیوالې شورا اجرایي مشر مانو ساهني وايي دا شمېرې په ډاګه کوي چې له کرکت سره په نړیواله کچه د خلکو مینه او علاقه څومره زیاته شوې ده.

د نړیوال جام سیالۍ په انګلنډ او ویلز کې وې. د کرکټ نړیواله شورا وايي چې هلته هم پر تلویزونونو ۲۴ میلیونه کسانو د کرکټ دا لوبې لیدلې دي چې دا هم یو ریکارډ بلل کیږي.

د کرکټ پایلوبه چې د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ وه، په برتانیا کې ۱۵.۴ میلیونه خلکو پر تلویزون لیدلې ده. په دغه نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو ټیمونه ولوبېدل چې انګلنډ یې اتلولي وګټله.