شاته

افغانستان په ۲۰ اوریزې لوبې کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

افغانستان په بنګله دېش کې د دریو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په شل اوریزو لوبو کې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه.

افغانستان بنګله دېش ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه خو د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۱۳۹ منډو وسوځېده او افغانستان دا لوبه په ۲۵ منډو وګټله.

په افغان منډه جوړوونکو محمد نبي تر ټولو ډېرې ۸۴ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

مجیب الرحمن څلور، راشد خان، فرید ملک او ګلبدین نایب دوه-دوه مخالف لوبغاړي وسوځول. دا لوبه د یکشنبې په ورځ (سپتمبر۱۵) د بنګله د ډاکه په ښار کې وشوه.

افغانستان تېره ورځ زمبابوې ته هم ماتې ورکړه. افغانستان بله لوبه بیا له زمبابوې سره لري.