شاته

ارګ: افغان حکومت د سولې اړوند هڅې بندې کړې

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په هدف یې د سولې اړوند هر ډول هڅې بندې کړي دي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ د سپټمبر پر۱۴مه «وږې۲۳مه» په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چې دا مهال د افغان حکومت لپاره د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدل لومړیتوب لري.

صدیقي وویل:"د افغانستان حکومت د سولې اړوند هڅې بندې کړي دي،اوس مهال د افغانستان د حکومت لپاره د ټاکنو تر سره کېدل لومړیتوب لري."

نوموړي زیاته کړه، دا تر ټاکنو وروسته جوړېدونکي حکومت پوري اړه لري، چې د سولې بهیر تعقیب کړي.

ټاکل شوې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شي.

افغان حکومت پر داسې مهال د ولسمشریزو ټاکنو په خاطر د سولې اړوند هڅو د بندولو خبر ورکوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر پر ۷مه نېټه په کابل کې د طالبانو موټر بم په غبرګون کې چې یو امریکايي وګړی او ۱۱ افغان وګړي یې ووژل له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

  • مسکو ته د طالب استازو د سفر په اړه د ارګ غبرګون

بلخوا ښاغلي صدیقي مسکو ته د طالب استازو د وروستي سفر په اړه وویل، چې د طالبانو یاد سفرونه به هیڅ نتیجه ورنه کړي.

د راپورونو له‌مخې یو درې کسیز طالب پلاوی پر افغان سولې د بحث لپاره تېره ورځ مسکو ته تللی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو د سولې اصلي ادرس چې د افغانستان خلک دي ورک کړی دی.

صدیقي وویل:"زموږ په باور مسکو او یا هم چین ته د څو تنو طالب مشرانو سفرونه د دوی«طالبانو» قطعي سیاسي ماتې ده،طالبانو د سولې اصلي ادرس ورک کړی دی، د سولې اصلي ادرس د افغانستان خلک او د سولې پروسه ده، چې د افغانستان د حلکومت لخوا مدیریت او رهبري کېږي."

دا له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته مسکو ته د طالب استازو لومړنی سفر دی.