شاته

د ایران د "دختر-آبی" نه د کابل د فوټبال د مینه والو ملاتړ

د افغانستان د فوټبال د غوره لیگ د لوبو نندارچیانو په کابل کې د ایران د فوټبال د مینه والې سحر خدایاري په یاد چې د ځان سوځولو وروسته مړه شوه، د هغې په نوم شعارونه ولیږدول.

سحر خدایاري چې په ټولنیزو رسنیو کې په "دختر- آبی" یا زرغونه نجلۍ مشهوره شوې د فوټبال ستدیوم ته د تگ په وجه په ایران کې تر تعقیب لاندې وه.

په ایران کې ستدیومونو ته د ښځو او نجونو ورتگ منع دی او میرمن خدایاري هڅه کړې وه چې د نارینو په جامو کې ستدیوم ته ننوزي.

هغې د خپلې دوسیې د اوږدیدو او د محکوم کیدو د احتمال نه د خبریدو وروسته ځان وسوځاوه او د ټپونو په وجه یې په روغتون کې ساه ورکړه.

ددغې نجلۍ مړینه پدې وروستیو ورځو کې د زیاتو غبرگونونو سره مخامخ شوې ده. ددې جملې نه تیره ورځ په کابل کې یو شمیر ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې د سحر خدایاري د یادونې د طرحې وړاندیز کړی و.

دغه ملاتړ د افغانستان د غوره لیگ د لوبو په ترڅ کې وشو او په نتیجه کې یې د ښځو په گډون یو شمیر ځوانانو د "دختر- آبي" د نوم په یادولو شعارونه ورکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورگان اورتگاس تیره ورځ په خپل ټویټر کې د سحر خدایاري پر مړینه افسوس وکړ چې د ایران د واکمن رژیم د قوانینو په اعتراض کې یې ځان سوځولی دی. میرمن اورتگاس د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د ایران د خلکو له مبارزې ملاتړ کړی دی.

مورگان اورتگاس لیکلي دي: "مونږ د سحر خدایاري په مړینه چې د ښځو پر ضد د (ایران) د اسلامي رژیم د تبعیض‌ په اعتراض کې یې ځان سوځولی...غمگین او خپه شوي یو."