شاته

تر لسو ورځو وروسته د بغلان لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوه

د افغانستان دفاع وزارت وزرات وايي، د بغلان ـ کابل او بغلان کندز ترمنځ لار یې تر څو ورځو بندېدو وروسته تېره شپه بیرته د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړه.

له بغلان څخه کندز، بلخ او کابل ته تېره شوې لار د تېرو لسو ورځو راپدېخوا پر پلخمري ښار د طالبانو تر حملې وروسته تړل شوې وه.

دفاع وزارت د جمعې په ورځ د سپټمبر پر۱۳مه«وږې۲۲مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې افغان ځواکونو د یادې لارې خلاصولو په هدف د پلخمري ښار اړوند کیله ګي، جرخشک، جنګل باغ او چهارشنبه تپه سیمه پراخ عملیات تر سره کړل.

دفاع وزارت همدارنګه ویلي، چې په دغه عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر همدې مهال د بغلان د ولایتي شورا رئیس سید صفدر محسني هم وايي، تېره ورځ د «کیله ګي» په سیمه کې لار خلاصه شوې او وايي، تر ګواښ لاندې ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو پوستې هم ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل، چې د یادو عملیاتو پرمهال د بغلان ـ کابل او بغلان بلخ ترمنځ لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوې، خو وايي، د بغلان کندز لار لا نه ده خلاصه شوې.

ښاغلي محسني زیاته کړه:"تېره ورځ د پلخمري کابل او همدارنګه بلخ تر منځ لار خلاصه شوه، یوازې کندز شمال شرق پاتې دی."

نوموړي زیاته کړه، که چیري په نیول شوو سیمو کې قوي تحکماتي پوستې ځای پر ځای نشي دغه لار به بېرته د مخالفینو لخوا د ټرافیکو پرمخ وتړل شي.

هغه وویل:"تر اوسه د دوی امنیتي پوستې او امنیتي پرسونل چې باید تر ګواښ لاندې سیمو کې ځای پر ځای شي تکمل شوي نه دي، که چیري داسې مخته ولاړ شي او درست تحکمات یې ونه کړي، پنځه او لس ورځې وروسته به بېرته خپل لومړي حالت ته وګرځي، بیا به دښمن د لارې پر سر پوستې واچوي او لارې به بندې شي."

هغه وویل، چې د تېرو شاوخوا لسو ورځو راپدېخوا د لارو بندېدو له امله د پلخمري ښار اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي و.

افغان چارواکي پر داسې مهال د بغلان لارې د خلاصولو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په شمال کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان دفاع وزارت تېره اونۍ وویل، چې په شمال کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف یې پراخ عملیات پیل کړي دي.

طالبانو تر دا مهاله د دغه لارې خلاصېدو په اړه تبصره نه ده کړې.