شاته

روسیه: د امریکا او طالبانو مذاکرات دې بېرته پیل شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري، چې د «دوحې په خبرو کې رامنځته شوې وفقه» په افغانستان کې د یوې سیاسي هوکړې په اړه د امریکايي او طالب استازو هڅې او لاسته راوړنې زیانمنې نه کړي.

روسیه پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د «سپټمبر پر اومه» په کابل ښار کې د طالبانو د موټر بم په غبرګون کې چې یو امریکايي او ۱۱ افغان وګړي یې ووژل له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

د ټاس خبري آژانس د راپور له‌مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون پنجشنبه د سپټمبر۱۲مه«وږې۲۱مه» د یو خبرې کنفرانس پرمهال له دواړو لورو د یادو مذاکراتو د بېرته پیولولو غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیرې د طالبانو له هغه بیانه هم هرکلی کړی، چې له امریکا سره یې د یادو مذاکراتو د بېرته پیلولو غوښتنه کړې وه.

نوموړې ویلي:"دواړه اړخونه هڅوو، چې هر څومره ژر کېدایشي، د سولې هوکړې ته د رسېدو په هدف مذاکرات پيل کړي، په ورته وخت کې په دې باور یو، چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتل د تلپاتې سولې له ټینګېدو سره مرسته کوي."

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم له طالبانو سره د امریکا د خبرو د لغوه کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره یاد کار د د افغان سولې بهیر کې یوه «منفي نښه» بللې وه.

نوموړي ویلي و، چې روسیې چارواکي به له امریکايي چارواکو سره د یادو مذاکراتو د لغوه کېدو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر د سپټمبر پر ۱۱مه په پخپلې وینا کې یو ځل بیا له طالبانو سره د خبرو پر لغوه کېدو ټینګار وکړ او همدارنګه یې د طالبانو پر ضد د بریدونو د زیاتېدو خبر هم ورکړ.

په ورته مهال کې بیا د ا مریکا کانګرس ویلي، چې راتلونکې پنجشنبه یې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د معلوماتو لپاره د دغې کمیټې یوې علني غونډې ته غوښتی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې پيل شول چې نهم پړاو ته تر رسېدو وروسته د ټرمپ لخوا لغوه شول.