شاته

سږکال د جلغوزو ۶.۶ میلیونه نیالگي کښینول شوي دي

د افغان حکومت چارواکي او افغان سوداګر وايي، چې په افغانستان کې د جلغوزو او پستې د تولیداتو د زیاتیدو امکانات خورا ډیر دي، چې د دغه هیواد ملي عاید د زیاتیدو سره هم مرسته کولی شي.

د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري د پنجشنبې په ورځ کابل کې د جلغوزو او پستې د تولیداتو د زیاتیدو په اړه یو ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې جلغوزي او پسته د افغانستان دوه ډیر مهم کرهنیز محصولات دي، چې دغه هیواد ته د ملي عاید د زیاتیدو په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په نهو ولایتونو کې پر شاوخوا ۴۴ زره هکتاره ځمکه جلغوزو ځنګلونه ولاړ دي. همداشان د دغه هیواد په یوولسو ولایتونو کې ۳۵۷۱ هکتاره ځمکه باندې د پستې ځنګلونه ولاړ دي.

دا وزارت وايي، سږکال د جلغوزو ۶.۶ میلیونه او د پستې ۳.۵ میلیونه نیالګي تازه کښینول شوي دي.

د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري وویل، دمخه د افغانستان ټول جلغوزي پاکستان ته انتقالیدل او بیا له هغه ځایه د پاکستان د تولید په نوم نورو بهرنیو هیوادونو ته صادریدل.

ښاغلي غفوري وویل " زمونږ معلومات ښيي، چې اوس هم چلغوزي پاکستان ته په غیر قانوني شکل قاچاق کیږي او دا مختلف عوامل لري، چې ولي هلته ځي".

د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین وویل، چې افغان حکومت چمتو دی، چې له سوداګرو سره له نږدې کار وکړي او که سوداګر پیسې نلري، چې د تولید د ترلاسه کولو وړاندې یې بزګرانو نشي ورکولی دا وزارت ورته پیسې برابرې کړي.

تیرکال په افغانستان کې ۲۳ زره تڼه جلغوزي تولید شوي وو، چې یوازې ۱۶۰۰ ټنه یې چین ته په قانوني ډول صادر شوي وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي دې ملي کنفرانس ته په وینا کې د جلغوزو د صادراتو په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ستاینه وکړه، خو ویې ویل، چې افغان حکومت ته په کار دي، چې د افغانستان د عنعنوي تولیداتو وضعیت ته هم پاملرنه وکړي.

د افغانستان د صنایعو اود سوداګري وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت د هوايي دهلیز له لارې چین ته په هرو ۲۲ ټنو جلغوزو ۷۳ زره امریکايي ډالره مصرفوي، خو تیره اونۍ افغان حکومت د حیرتانو د بندر له لارې چین ته په اورګاډي کې همدا اندازه جلغوزيد ۴۰۰۰ زرو ډالرو په مصرفولیږل.

افغان حکومت وايي، هڅه کوي چین ته خپل تولیدات د اورګادي له لارې واستوي. په اوس وخت کې د حیرتانو څخه چین ته د اورګادي په واسطه د افغانستان تولیدات په ۱۲ ورځو کې رسیږي، خو افغان حکومت وايي، که یو شمیر ځنډونه لري شي نو دا فاصله اتو ورځو ته هم راکمیدلی شي.

په دې برخه کې لویه ستونزه داده، چې د چین او افغانستان ترمنځ تراوسه په منظم ډول د اورګاډي د تګ راتګ امکانات نه دي برابرشوي.