شاته

ننګرهار کې د داعش ضد عملیاتو پیل

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې یې د داعش ډلې پر ضد نظامي عملیات پیل کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دا عملیات د داعش ډلې د جنګیالیو له موجودیت څخه د ډیورنډ کرښې ته د څیرمه پرتو سیمو پاکولو په هدف د چهارشنبې په ورځ پیل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له اچین وروسته به (دا عملیات) نورو سیمو ته هم وغځول شي د قاطع ملاتړ د ماموریت ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره همکاري کوي".

د اچین ولسوال عاشق‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل، د دغې ولسوالۍ په باندر دره کېبهرني داعشیان هم ځای پر ځای شوي دي.

ښاغلي سادات زیاته کړه: "تر اوسه هغو سیمو ته نه یو رسیدلي چې داعشیان په کې اوسېږي، خو احتمال یې شته چې هلته د هغوی کورنۍ هم حضور ولري، د پاکستان د پنجاب، چیچین، ازبکستان او تاجکستان داعشیان هم په دې سیمو کې حضور لري".

د اچین ولسوال د دغو داعشیانو د شمیر په اړه څه ونه ویل، خو د ننګرهار د ملي امنیت ریاست د شمیرو په اساس شاوخوا زر تنه داعش جنګیالي د دغه ولایت د شیرزادو، خوګیاڼيو، پچیراوګام، چپلیار، هسکه مېنه، اچین او نازیانو ولسوالیو په غرنیو سیمو کې حضور لري.

همدا شان امنیتي سرچینو د ننګرهار په ګاونډ کې د کنړ ولایت په شپږو ولسوالیو کې د داعش د ډلې فعالیتونه تائید کړي دي.