شاته

د پاکستان پولیسو د پي ټي ایم بل مشر هم ونیوه

د خیبر پښتونخوا د مردان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر اقبال هوتي نیولی دی.

پر ښاغلي هوتي تور لګول شوی دی چې هغه د حکومت پر ضد شعارونه ورکړي، څرګندونې يې کړي دي او ګواګې خلک یې د حکومت ضد پارولي دي.

پولیسو په مردان کې څو ورځې مخکې د هغه او د دغه غورځنګ د ځینو نورو غړو پر ضد مقدمې ثبت کړې وې.

د پي ټي ام یوې مخکښې غړې ثنا اعجاز په خپل ټویټر کې د ښاغلي هوتي د نیول کېدو خبر تاید کړی دی او ویلي دي چې سبا ( جمعه سپتمبر۱۳)به محکمې ته وړاندې کړل شي.

د پي ټي ام بل غړي سید علم مسید هم په خپل ټویټر کې دا خبر تائيد کړی او یو تصویر یې خپور کړی دی چې اقبال هوتي په کې په زندان کې ښودل کیږي.

د پي ټي ایم مشران تور لګوي چې پاکستان د مدني او عدم تشدد د فعالیتونو له کبله د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران نیسي او بندي کوي يې. ښاغلي هوتي څه موده مخکې په مردان کې د پي ټي ام په پلوۍ یوه مظاهره تنظیم کړې وه.

د اقبال هوتي مدافع وکیل ويلي دي چې موکل یې د پاکستان د قانون خلاف کوم کار نه دی کړی. پاکستان حکومت لا په رسمي ډول د ښاغلي هوتي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ځینې نور مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزیر لا هم په زندان کې دي. پر هغوی د پوځ ضد فعالیت تور لګول شوی دی.

پولیسو د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین پر ضد هم دعوې ثبت کړي دي. د دغه غورځنګ ځینې نور مشران هم نیول شوي دي. پي ټي ام له شاوخوا دوو کلونو راهېسې په پاکستان کې د پښتنو د اساسي حقونو په لپاره مبارزه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د دغو فعالانو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې وه او د هغوې د پرېښودو غوښتنه یې کړې وه.