شاته

'د طالبانو کیسې' لیکوال: طالبان په تبلیغاتي جګړه کې برلاسي دي

امریکايي لیکوال توماس جانسن، چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو د تبلیغاتي جګړې په اړه یو کتاب لیکلی دی وايي، چې په تبلیغاتي جګړه کې د طالبانو په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ماتې خوړلې ده.

ښاغلی جانسن چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پوهنتون استاد هم دی زیاتوي، افغان دولت هم د طالبانو د پروپاګنډ او د افغانستان د جګړې په اړه د هغوی د روایتونو په مهارولو کې پاتې راغلی دی.

دغه امریکايي څیړونکي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "زما په نظر که تاسې هغو بلواګریو او کورنیو جګړو ته، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پيل شوې وې، نظر واچوئ، نو و به وینئ د جګړې هغه خوا، چې د جګړې تر ټولو اړوند روایت ته تر ټولو زیات انعکاس ورکړی، معمولاً په جګړه کې بریالي شوي دي".

هغه زیاته کړه چې د تبلیغاتي او معلوماتي جګړې د ګټلو لپاره یوازې د ښو معلوماتو درلودل او بیانول کافي نه دي او باید دا تبلیغاتي جګړه په عملي اقداماتو پياوړې شي.

جانسن وویل: "په لومړي ګام کې افغان دولت باید په خکلو کې د خپل محبوبیت د پراخولو لپاره د کليو په کچه له پراخ اداري فساد سره مبارزه وکړي... په دویم ګام کې د افغانستان دولت باید په دې پوه شي، چې په ملي کچه پیغام رسونه بریالۍ چاره نه ده. کابل باید خپل پیغامونه د هر کلي او هرې سیمې له غوښتنو سره سم ترتیب کړي".

هغه زیاته کړه، چې په درېیم ګام کې افغان دولت باید په دې اړه چې طالبان څه ډول په افغانستان کې دیوبندي اسلام ختم کړی دی، قوي پیغامونه جوړ کړي "خو افغان دولت داسې نه کوي زما په نظر دا ډیره ټکان ورکوونکې ده".

ښاغلي جانسن همدا شان ټینګار وکړ، چې افغان حکومت باید خلکو ته خپل پیغامونه د جوماتونو یا د جمعې د خُطبو له لارې ورسوي.